IQNA

په امام خمینی حسینیې کې د حضرت اباعبدالله الحسین دعزادارۍدستورې ترسره شوې

10:40 - July 03, 2025
د خبر لمبر: 3491358
ایکنا، د هرکال  له معمول سره سم،د حضرت اباعبدالله الحسین او دهغه د وفادارو ملګرو د عزدادرۍ دستورې ، د محرم د میاشتې له شپږم شپې څخه هره شپه  په امام خمینی امامباړې کې ترسره کیږي.

 ایکنانیوز د حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د آثارو د حفظ او نشر د دفتر د  اطلاع رسونې د برخې له قوله راپور راکړ، ددغو دستورو په لومړنۍ شپه د قرآن نړیوال قاري  محمد حسن موحدي د دستورو په پیل کې د قرآن کریم تلاؤت وکړ او بیا حجة الاسلام مهدي اصلانی د عاشورا په ورځ  د حق او باطل د جنګ په بیانولو سره  دیزیدیانو په مقابل  کې د امام حسین علیه السلام جهاد،د ناامیدئ  په وړاندې د ارادو    جنګ د امید جهاد وباله او وې وئيل؛ په ټولنې کې دناامیدئ  رامینځةکول او د خلکو د ارادې کمزوري کول د شیطان د لوري  ترټولو مهمه سټراټژي ده  چې  دهغو په مقابل کې، د ؛عقلانیّت ؛بهیر  د امیدوارو  او امید رامینځةکونکی بهیر دی چې په حساسو شرائطو کې حتی که د هغو شمیر ډير لږ هم وي، صحنه د امیدوارو او  امید رامینځةکونکو  صحنه نندارې ته وړاندې کوي چې او بلاخره ئې  بریالیتوب او د باطلو دجبهې د زیات شمیر په مقابل کې  په برخه کیږی.

 په دغو دستورو کې همداراز میثم مطیعي د حضرت ابا عبدالله الحسین  او د هغه د وفادارو یارانو  په مدحه  او  صنا کې  مداحي  وکړه او مرثیې ئې وړاندې کړې.

https://iqna.ir/fa/news/4292308

captcha